امریکا له روسیي سره د ستراتیژیکو وسلو د کمولو په اړه خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هغه روسیي سیال دیمیتري میدویدیف د هغه څه په باب، چې د سپینې ماڼۍ د وینا له مخې سټارټ یا ستراتیژیکو وسلو د کمولو د تړون په اړه تشویقونکی بحث و، خبرې وکړې.

د میدویدیف یوه مرستیال وویل، د تړون د متن پر موضوع موافقه شوې ده.

دغو دواړو مشرانو په داسې حال کې تیلیفونې خبرې وکړې، چې دواړو هېوادونو څارونکو په ژینو کې ستراتیژیکو وسلو د کمولو د تړون د وروستۍ موافقې په اړه خبرې کولې.

د دې موافقې له مخې د امریکا او روسیې د اټومي سرګلولو شمېر له اوس څخه یو پر څلورمه برخه راکم شي.