په ختیځ بیت المقدس کې داسراییلو دابادیو نوی پلان دنړیوالو لخوا وغندل شو .

امریکا ، ملګري ملتونه ، روسیه او اوروپایي اتحادیه چې په منځني ختیځ کې دسولې لپاره هلې ځلې کوي وایي چې یوجانبه اقدامات که داسراییلو وي یا دفلسطینیانو دسولې دخبرو نتایج مخکې له مخکې نه شي تعینولی.

دامریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن داسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته ویلي دي چې دامریکا حکومت اسراییلو ته ددې په وینا ژوره منفي اشاره استوي .

اسراییلو دتیرې سې شنبې په ورځ په ختیځ بیت المقدس کې د ۱۶۰۰ نویو کورونو دجوړونې دپلان منظوري اعلان کړه .