داغستان کې روسي عسکرو څلور وسلوال وژلي

دروسیې امنیتي ځواکونو نن په داغستان جمهوریت کې څلوروسلوال مخالفین وژلي دي.

انټرفکس خبري آژانس دامنیتي خدماتو دفدرالي ادارې دسیمه ایزې څانګې دیوه چارواکي له قوله وایي څلوروسلوال کسان چې دیوې نښتې په ترڅ کې یې مقاومت وکړ له مینځه یوړل شول .

دروسيې دفيډرالي امنیتې ادارې دغه چارواکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی وایي چې دری وژل شوي کسان دیوې وسلوالې ډلې غړي پیژندل شوي چې په سیمه کې یې د بریدونو پلان درلوده .

په وروستیو څو میاشتو کې په داغستان او دروسیې دشمالي قفقاز نورو سیمو کې داسلام پالو وسله والو ډلو او امنیتي ځواکونو ترمینځ خونړۍ نښتې زیاتې شوې دي .