په کندهارکې پوځي عملیات پیلېږي

د كندهار ولايت چارواكي وايي، چې په دغه ولايت كې د پراخو پوځي عملياتو د ترسره كولو نیت لري.

د كندهار والي توريالي ويسا له ازادۍ راډيو سره په مركې كې وويل ، دوى په دې توانېدلي چې په كندهار كې د امېد په نامه د افغان او نړېوالو ځواكونو د ګډو پراخو پوځي عملياتو په هدف چمتوالى ونيسي.

ټاكل شوې چې دغه عمليات په راتلونكي پسرلي كې پيل شي.

د دغو عملياتو موخې له طالبانو څخه د كندهار پاكول، د بيا رغونې د پروژو د پلي كېدو لپاره د زمينې برابرول او په سيمه كې د افغان حكومت د واكمنۍ لا ټينګول ښودل شوي.