د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هغه وزیران او نور چارواکي، چې د افغانستان د جګړې په باب ورسره سلا مشورې کوي، وروبلل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وروستیو عملیاتو او په پاکستان کې د طالبانو پرضد د جګړې په باب په پرمختیاوو ورسره خبرې وکړي.
سپینې ماڼۍ وویل، چې ولسمشر اوباما د بهرنیوچارو د وزیرې هیلري کلنټن په ګډون، مهم چارواکي غونډې ته ورغوښتي وو. په دې غونډې کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان سټنلي مک کرېسټل د ویډیو له لارې برخه اخیستې وه.
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګېبس وویل، چې ولسمشر اوباما دا غونډه د سپینې ماڼۍ په ځانګړي سالون کې وربللې وه. په دې غونډې کې د امریکا دفاع وزیر برخه نه لرله، ځکه چې رابرت ګېټس په افغانستان کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تېره اونۍ تللی و او له عربي هیوادونو امریکا ته په لاره و.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کرېسټل د غونډې ګډون کوونکو ته وویل، چې په راتلونکو څو میاشتو کې افغانستان ته په زرګونو نور امریکایي پوځیان رسیږي او اوس اوس په مارجه کې د طالبانو پرضد پرمختګ دوام لري.
بل لور ته د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګېبس بیا وویل، چې په افغانستان کې تصفیوي علمیات پر مخ روان دي څو د یوې سالمې ادارې حاکمیت ته لاره هواره شي.
د اوباما د جګړې په کابینه یا شورا کې جنرال ډیویډ پیټرایوس او ریچارډ هولبروک هم شامل دي. ښاغلي هولبروک هم د ویډیو له لارې خپل نظر څرګندواوه.
په دې غونډه کې د امریکا د استخباراتي ادارو ريیسان هم حاضر ول .