پاکستان کې په یوې چاودنه کې ۳ تنه ووژل شول

په پاکستان کې پرون يوه ځان وژونکي له چاودېدونکو موادو خپل ډک واسکټ له پېښوره لږ ليرې منفجر کړ، چې درې ملکي کسان يې ووژل.

پوليس وايي په وژل شويو کې يو ماشوم او دوه نارينه شامل دي. دوى وايي ځان وژونکي غوښتل د پېښور په لس کيلومترۍ کې د سرحدي ملېشه ځواکونو يو کاروان په نښه کړي.

له ٢٠٠٧م کال راهيسې په پاکستان کې بمي چاودنو او ځان وژونو حملو تر درېيو زرو زيات کسان وژلي دي.