د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د افغانستان بشري وضعيت ناوړه وباله

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي په نړۍ کې اوس هم زيات حکومتونه د بشر له حقوقو سرغړونه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلنټن په دې اړه وويل، چې اکثره هېوادونو له دغو حقوقو سرغړونه کړې ده:

”زموږ برداشت دا دى، چې اکثره حکومتونه پر هغو غيردولتي ادارو نوي او شديد بنديزونه لګوي، چې د حقوقو د ساتنې په برخه کې کار کوي او غواړي شفافيت ته کار وکړي“

دې وزارت د بشر حقوقو په اړه په خپل کلني راپور کې چې پرون خپور شو، په ٢٠٠٩م کال کې د بشر له حقوقو د سرغړونې درې ډولونه ياد کړي، چې د راپور پر اساس په دې کال کې د بشر له حقوقو د سرغړونې څو ډولونه زيات وو، لکه د شکنجې، سانسور، وژنو او د تاوتريخوالي نور ډولونه.

په راپور کې راغلي دويم ډول سرغړونه دا وه چې اکثره هېوادونو پر اينجوګانو نوي او په اغلب ګومان سخت بنديزونه لګولي او درېيم ډول يې دا و چې د اسيب پذيره ډلو په وړاندې تبعيض او زوزياتى زيات و.