په ملدووا کې سياسي پرمختګ شوى

په ملدووا کې تېر کال د انتخاباتو اجراآتو تر يوه حده وده کړې، په دې توګه څلورو مخالفو ګوندونو ته دا چانس برابر شوى چې په واکمن ائتلاف کې برخه واخلي، دغه ائتلاف د کمونيسټ ګوند پر ځاى، د سپټمبر د مياشتې په دويم ځلي انتخاباتو کې واکمن شو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د بشر د حقوقو په اړه په خپاره شوي کلني راپور کې راغلي، کله چې د هېواد ملکي مشرتابه پر پوځ واک وموند، امنيتي ځواکونو په اپرېل مياشت کې د لومړنيو انتخاباتو په جريان کې او تر هغو وروسته زيات ملکي خلک وژلي او ډبولي دي.

دغه راز د زندانونو وضعيت اوس هم خراب دى، د اسنادو له مخې، په دې هېواد کې د پوليسو او قضايي ادارو کې اوس هم اداري فساد موجود دى.

د حکومت کمونيست ګوند هڅه کړي د ملدووا پر رسنيو واک ټينګ کړي.