م. م: که مصر غزې ته غزېدلي تونلونه وتړي، دا به غميزه وي

ملګري ملتونه وايي، دا به يوه بشري غميزه وي که مصر هغه تونلونه چې د غزې تر څنډې پورې غزېدلى وتړي.

د ملګرو ملتونو يوه مامور جون هولمز ويلي دي، که چېرې دغه تونلونه وتړل شي، د غزې خلک به له زياتو ستونزو سره مخامخ شي، دوى به غذايي موادو، دارو- درملو او تجارتي مالونو ته زيات اړ شي.

نوموړي يوځل بيا پر اسرائيلو ږغ وکړ، په فسطيني خاوره کې دې خپله محاصره ختمه کړي.