د افغانستان ولسمشر حامدکرزي نن وویل چې افغانستان نه غواړي چې د هند، پاکستان، ایران او دامریکا ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شي.
کرزي دا څرګندونې وروسته ترهغې کوي چې روانه اونۍ ایران او دامریکا متحده ایالاتو پریوبل په افغانستان کې د دوه مخې سیاست د لوبولو په اړه د تورنو لړۍ تیزه کړې وه.
کرزي په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، پاکستان په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مهم رول لوبولی شي.
کرزي یوځل بیا له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د پلان له مخې به د ثور په میاشت کې په کابل کې د سولې جرګه جوړه کړي.
دواړه سیالان هند اوپاکستان له ۲۰۰۱ کال راپدې خوا له هغه مهاله چې په افغانستان کې دامریکا په مشرۍ د جګړې په ترڅ کې د طالبانو رژیم نسکور شوی، هلې ځلې کوي چې پردې هیواد خپل نفوذ ټینګ کړي.