اسوشیېټډ پرېس خبری اژانس له اسلام اباده رپوټ ورکوي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې د اسلام اباد ونډه پاکستان ته د جمهور رییس حامد کرزی د دوه ورځني سفر لویه موضوع ده.رپوټ زیاتوي، چې پاکستان په څرګند ډول ویلي دي، چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او روغې په خبرو کې غواړي برخه واخلي.
پاکستان له وسلوالو طالبانو سره پخواني اړیکې لري او له دې امله کیدای شي د طالبانو او کابل ترمینځ په خبرو کې مهم رول ولوبوي.
وروسته له دې چې جمهور رییس حامد کرزی پرون اسلام اباد ته ورسید د پاکستان ولس مشر اصف علی زرداري له حامد کرزي د لنډې لیدنې په ترځ کې ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید سره نږدې همکارۍ ولري.
ده وویل، چې دواړه هیوادونه باید په نړیوالو مناسباتو کې په یوه خوله خبرې وکړې، ځکه چې دواړه هېوادونه د بنسټ پالو او افراطیونو له ورته شر او جنجال سره مخامخ دي.
پاکستان په دې وروستیو اونیو کې په خپلی خاورې کې د افغاني طالبانو یو شمیر مشران نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې د طالبانو دوهم سړی ملاعبدالغنی برادر هم شامل دی، چې د افغانستان یې له اسلام اباده د سپارلو غوښتنه کړې ده.
خو دا تراوسه هم څرګنده نه ده، چې ملا برادر او د طالبانو نور مشران چېرته نیول شوي دي.
د اسوشیېټد پرېس خبری اژانس رپوټ زیاتوي، چې ځیني سیاسي څېړونکي په دې نظر دي، چې اسلام اباد غواړي د سولې په خبرو کې ځانته ځای تضمین کړي.