کرزی به پاکستاني مقاماتو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې کوي

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سره خبرو ته نن دوام ورکوي.

څارونکي وایي، د افغانستان ولسمشر له وسله والو طالبانو سره د روغې په هلو ځلو کې د پاکستان ونډه څیړي.

اسلام اباد په نولسوه نوي کلونو کې د طالبانو د رژیم کلک ملاتړ کاوه.

جمهور رییس کرزی پرون اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د پاکستان له جمهور رییس اصف علی زرداري سره ولیدل.

د پاکستان جمهور رییس دغونډې په ترځ کې ټینګار وکړ، چې دواړه ګاونډي هېوادونه باید سره نږدې همکاری ولري.