د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ ملیبنډ دافغانستان له حکومته وغوښتل، چې له طالبانو سره د روغې جوړې بهیر ګړندی کړي.
ملیبنډ په لویدیځو هېوادنو هم غږ وکړ، چی په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لارې چارې وڅیړي.
د ده په وینا د بن په پرېکړو کې نیمګړتیاوې د دې لامل شوې، چې افغانستان ترننه پورې له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ ملیبنډ د چهارشنبې په ورځ دافغانستان له حکومته وغوښتل، چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې پلان په چټکۍ اوقوت سره تعقیب کړي او دې پروګرام ته باید د افغانستان د ګاونډیانو ملاتړ هم راجلب شي.
په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه د ښاغلي ملییبنډ دغه نظریات د ده په هغې وینا کې شامل دي، چې ټاکل شوې ده نن یې په امریکا کې په یوې غونډه کې وکړي.
دا څرګندونې د دې ښکارندویي کوي، چې لویدیځ هېوادونه ورځ تربلې دې نتیجې ته رسیږي، چې یوشمېر هغه طالبان چې له القاعده سره اړیکې پرېکوي، کولای شي چې د افغانستان په راتلونکي کې رول ولوبوي.
ښاغلي ملیبنډ په دې وینا کې چې د متن ځیني برخې یې خبري رسنیو منجمله رویټرز ترلاسه کړي او د امریکا د ماسه چوسیت د تکنالوژي انستیتوت ته به یې وکړي وایي، د دې وخت رارسیدلی چې افغانان په هېواد کې د روانو پوځي او ملکي هلوځلو ترڅنګ یوه سیاسي حل لاره په جدیت اوزیات قوت تعقیب کړي.
ملیبنډ وایي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړی له پیل راهیسې، چې څه باندې اته کاله وځي دا کافی نه ده چې افغانانو ته وویل شي، چې ولې دغه جګړه په دې هېواد کې پیل شوې ده.
ملیبنډ وایي اوس یې وخت دی، چې د دغې جګړې د پای ته رسېدو پرلارو چاروبحث وشي.
د هغه په وینا ترهغو چې د افغانستان په سیاسي سیسټم کې پراخې حلقې شاملی نه شي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم د سولې د بهیر ملاتړ ونه کړي، په دې هېواد کې سوله نه شي تامنیدی.
رویټرز وایي د بریتانیا خلک په افغانستان کې د خپلوعسکرو د تلفاتو په اړه اندیښمن دي او د دې هېواد حکومت که غواړي، چې په راتلونکو انتخاباتو کې بریالی شي، نو باید خپلو خلکو ته په افغانستان کې د پوځی ماموریت د پای ته رسېدو لپاره یوه ستراتیژی تشریح کړي.
ملیبنډ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو په اړه وړاندې وویل، په دې هیواد کې په سیاسي حل کې د افغانستان ټول ګاونډیان او هغه طالبان چې له القاعده سره اړیکې شلوي، وسله پرځمکه ږدي او د افغانستان د اساسي قانون ملاتړ کوي، باید شامل کړای شي.
د هغه په وینا د پاکستان له مداخلې پرته د افغانستان سیاسي حل لاره ناممکنه ده او د دغسې یوې حل لارې په هڅو کې د هند، روسیې او چین رول هم داهمیت وړ دی.
ټاکل شوې ده، چی افغان ولسمشر حامد کرزی د ثور په نهمه په کابل کې د سولې یوه جرګه جوړه کړي او په هغې کې به د دولت له وسله والو مخالفینو او د هغوی له مشرانو سره د جوړ جاړي په اړه خبرې او بحث وشي.
ښاغلی ملیبنډ څرګنده کړه د افغانستان د پرمختګ لپاره اساسي شرط د پوځي ملکی او اقتصادي برخو پیاوړي کول دي.
خو د هغه په وینا هغه پوځیان، چې په افغانستان کې خدمت کوي وایي د دې هېواد د ثبات لپاره یواځې پوځي هڅې کافي نه دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د بن په غونډه کې چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې جوړه شوه او هم له هغې وروسته مرحلو کې نیمګړتیاوې وې ځکه د ده په وینا د بن په پرېکړو کې د افغانستان د بحران د هواری لپاره یوه دایمي سیاسي حل لاره له پامه لویدلې وه.
د ښاغلی ملیبنډ په وینا په دې پرېکړو کې د افغانستان د ګاونډیانو، پاکستان، ایران، د مرکزی اسیا او همداراز د سیمې د لویو قدرتونو لکه هند چین سعودي عربستان روسیې او ترکیې ژمنې نه وې ترلاسه شوې، چې په افغانستان کې د تل پاتي سولې لپاره کار وکړي.
ملیبنډ ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د سیاسي طرحو او پلانونو د خوزښت مشري باید په خپله افغانان وکړي دغه پروګرامونه باید ګام په ګام پرمخ یوړل شي او طبعاً مخالفان به یې هم په بهیر کې له نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړي.
د ښاغلی ملیبنډ په وینا په دغې پروسه کې د ملګروملتونو تر چتر لاندې د نړېوالو مداخله هم واجبي ده.