د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې کرونده ګرو او بزګرو ته د هغوي د کرنيزو چارو د پرمختګ لپاره په هرڅه سمبال تراکترونه ورکول شو.
کندهاروالي، چې د سې شنبې په ورځ د يو شمېر ريسانو سره په همدې موخه سپين بولدک ولسوالۍ ته تللی وو، د ولسوالۍ په مقر کې يي د هغو تراکتورونو کيلۍ د سيمي مشرانو ته وسپارلې کوم، چې د USAID له خوا د سپين بولدک د کروندګرو سره مرسته شوی وه.
دکندهار والي خبريالانو ته وويل، چې نوموړي تراکتورونه ټولټال ٤٧ عرادي دي، چې په هرڅه لکه نوپال او دوپال سره هم سمبال دي او ټولټال لګښت يي ٦٧٥٠٠٠ امريکايي ډالره دی.
د ده په خبره، چې نوموړي تراکتورونه هر ګروپ ته، چې څلويښت کسه دي پر ګروپ يو يو تراکتور ورکول شوی دی چې بيا به په ګډه سره خپل کرنيز کارونه پرې کوي او له دې لارې به دوي خپلو کرنيزو ځمکو ته لا وده ورکړي او دا تراکتورونه به په کار اچوي .
د سيمي اوسيدونکي هم د دې تراکتورونو په ورکولو سره زيات خوښ وه او مننه يي کوله.