چهارشنبې د کب ۱۹مه

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پاكستان ته د ولسمشر راتلونكۍ سفر څيړلى

نن په کابل کې ګڼو ورځپاڼو پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر څیړلی دی، چې په لاندیني مطلب کې راچاڼ شوي دي.
اراده:

ارادې ورځپاڼې د نننۍ ګڼې په خپله سرمقاله كې د افغانستان په جګړې كې د ګاونډېو رول ته په اشارې سره ليكلي په افغانستان جګړه نوى رنګ اخلي.

د سرمقالې ليكونكي كښلي په دې جګړې كې د امريكا او ايران ګټې سره په تقابل كې راغلي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې پاكستان ته د ولسمشر حامد كرزي د راتلونكى سفر په اړه ليكلي، دا سفر په داسې حال كې كيږي، چې پاكستان د افغان طالب مشرانو نيولو ته ادامه وركړې او افغان دولت ترې د دغو مشرانو د سپارلو غوښتنه كوي.

هېواد او انیس:

هېواد او انيس دولتي ورځپاڼو هم بېلابېل مطالب خپاره كړي دي. هېواد ورځپاڼې په خپلې سرمقاله كې كښلي، جګړه د افغانستان د روانو ستونزو د حل لاره نه ده او په هېواد كې د دوامدارې سولې لپاره بايد له سياسي لارو چارو هم كار واخيستل شي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بيا په يوه مطلب كې د په افغانستان كې د اداري فساد ستونزه څيړلې او ليكلي يي دي، په اداري فساد كې له ښكيلو كسانو سره جدي چلند ته اړتيا ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د سيمې د يوه كارپوه له قوله ليكلي، افغان طالبان د پاكستان استخباراتي شبكې ته نږدې دي خو خطرناك دي.

په مطلب كې راغلي، پاكستان ځكه د افغان طالبانو په نيولو لاس پورې كړ، چې په خپله يي ترې د خطر احساس وكړ.

ورځپاڼې په يوه بل ځاى كې په راتلونكې كې په كندهاركې د افغان او نړېوالو ځواكونو عملياتو ته اشاره كړې او د ناټو او امريكايي ځواكونو د عمومي قومندان له قوله يي ليكي، دا عمليات به دومره پراخ نه وي لكه په مارجې كې، چې وشول.

ورځپاڼې د افغان ځوانانو او تنكيو ځوانانو د ژوند په وضعيت يو تحليلي مطلب ليكلي او هغه يي د بې كارۍ او نا امنۍ له امله د اندېښنې وړ بللى.

ویسا:

د ويسا ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله په افغانستان كې د سولې جرګې، چې ټاكل شوې په راتلونكي ثور مياشت كې جوړه شي، په اړه ده. سرمقاله ليكونكي دا يو ښه ګام بللى چې په باور يي كولاى شي د افغانستان د ستونزو د حل لارې چارې ولټوي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې ليكلي دي، افغانستان د لوديديځو هېوادونو استخباراتي شبكو ته په يوه ويرونكي خوب بدل شوى.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پاكستان ته د ولسمشر راتلونكۍ سفر څيړلى او ليكلي يي دي، چې دا سفر په داسې حال كې كيږي، چې پاكستان تراوسه پورې د افغانستان په چارو كې لاس وهنه كوي.

د هشت صبح سرمقاله زياتوي، تراوسه څرګنده نه ده، چې ولسمشرکرزۍ به په دې سفر كې كوم اهداف ولټوي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې كې د افغانستان د راتلونكي د سولې مشورتي جرګې په اړه ليكلي دي، دا جرګه دې له جرګې ضد افكارو لرې وساتل شي.

ورځپاڼې همدا راز په يوه بل مطلب كې د كارپوهانو له قوله ليكلي دي، امريكا بايد د افغانستان او پاكستان لپاره خپل ځانګړۍ استازې چې پښتنو ته يي سپكاوى كړى و، له دندې ګوښه كړي.