پاکستان:په کاري ځایونو کې د ښځو ځورونه غیرقانوني ده

د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري هغه قانون توشیح کړ، چې له مخې یې په دفترونو او کاري ځایونو کې د ښځو ځورونه غیر قانوني بلل شوې ده.

د قانون له مخې که چا داسې څه کول نو تر درېو میاشتو به زنداني کیږي.

نورې سزاوې بیا له کاره لرې کېدل او د رتبې تنزیل یادې شوې دي.

دغه قانون د جنوري په میاشت کې پارلمان تصویب کړی و. پرون د پاکستان ولسمشر د تلویزیون له لارې چې د دې قانون په اړه مراسم په کې ښکارېدل، وویل، چې دی به ښځو ته مساوي حقوق ورکړي. په دې مراسمو کې له اصف علي زرداري سره د ښځو یوه ډله هم ښکارې ده.