په عراق کې د امریکایي ځواکونولوړرتبه جنرال وایي، چې په عراق کې پارلماني انتخابات د امریکا د پوځ لپاره ډیرحیاتي وو،چې په نتیجه کې به یي دی ته لارهواره شي، چې ټول محارب ځواکونه له پلان سره سم له دې هېواده ووځي.
د مهال ویش سره سم د راتلونکي ۲۰۱۱ کال ترپایه به ټول امریکایي ځواکونه له عراقه وځي.
د عراق د یکشنبې د ورځې پارلماني انتخابات له تاوتریخوالی سره مله وو، چې پر رایی ورکونکو او د رایي پرمرکزونو مستقیم بریدونه هم شوي وو، چې په نتیجه کې ۳۶ کسان ووژل شول.
د عراق ۳۲۵ کسیز پارلمان ته شاوخوا ۶۲۰۰ کسان دریدلی وو. د عراق د انتخاباتو کمیسیون ویلي، چې د انتخاباتو وروستي نتایج به په څو راتلونکو ورځوکې اعلان کړي. راپورونه وایي، تمه ده چې د عراق د یوشمېر ولایتونونتایج نن اعلان شي.
په دې انتخاباتوکې د خلکو ګډون په سلو کې ۶۲ وو. په دی هېواد کې نولس ملیونه وګړي د رایي ورکولو مستحق پیژندل شوي وو.