د بريتانيا پوځ وايي يو عسکر يې د افغانستان په جنوب کې وژل شوى دى.
د دفاع وزارت وايي دغه عسکر پرون د سپکو وسلو په ډزو د هلمند سنګين ولسوالۍ ته نژدې وژل شوى دى.
د دفاع وزارت وايي د دې عسکر مړينه د مشترک په نامه پوځي عملياتو سره اړه نه لري، دغه عمليات په دې وروستيو کې په دې ولايت کې پيل شوي چې هدف يې له سيمو څخه د طالبانو ايستل او د حکومتي واک ټينګول دي.
د دې عسکر له وژل کېدو سره له ٢٠٠١م کال راهيسې په افغانستان کې د وژل شويو برتانوي عسکرو شمېر دوه سوه يو اويا ته ورسېد.