د ناټو عمومي منشي انډریس فوغ راسموسن نن پر اسلامي هېوادونو ټینګار وکړ چې افغانانو سره د مرستې کولو په بهیر کې برخه واخلي . د نوموړي په وینا اسلامي هېوادونو ته ځکه په کار دي چې له افغانانو سره مرسته وکړي چې دوی خپلو کې یو کلتور ، دین او ګډ ارزښتونه لري .
په عمان کې د خبرو پر مهال راسموسن د اردن ستاینه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې یې د مرستې چمتوالی ښودلی دی . نوموړي وویل په دې اړه به زر یو تړون وشي .
د ناټو عمومي منشي وویل ددې تړون ځواکونه به تر هغې په افغانستان کې پاتې شي څو چې دا هېواد له امنیتي ګواښونو خوندی شوی نه وي .
د ناټو عمومي منشي اردون ته په خپل لومړني رسمي سفر تللی او ټاکل شوی چې د پاچا عبدالله په ګډون به ددې هېواد له ګڼو چارواکو سره خبرې وکړي .