دافغانستان ولسمشرحامد کرزي نن دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ ته ناڅاپي سفر وکړ.
کرزي په مارجه کې د قومي مشرانواو سپین ږیرو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې زه نن دلته د دې لپاره راغلی یم چې ستاسو مشکلات واورم.
د غونډې برخوالو کرزي ته شکایت وکړ چې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دوی دوکانونه لوټ شوي، کورونه یې تالاشي شوي، ملکي خلک وژل شوي، یانیول شوي او بهرنیو ځواکونو له ښوونځیو څخه د اډو په توګه کاراخیستی دی.
حامد کرزي د مارجې له اوسیدونکو سره ژمنه وکړه چې امنیت به یې ساتي، ښونځي به یې بیرته پرانیزي، کلینکونه او سړکونه به ورته جوړکړي.
داسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې کله چې نوموړې له خلکو پوښتنه وکړه چې ایا تاسو به زما ملاتړوکړﺉ ټولو لاسونه پورته کړل اوپه یوه خوله یې ورته وویل هو.
کرزی له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې ما نن یوفرصت ترلاسه کړ چې له خلکو سره ووینم، ورسره وغږیږم. کرزي وویل دا ډير د خواشینۍ ځای دی چې دغه خلک دافغان حکومت او د بهرنیانو له کړووړو دومره ځوریدلي دي.
هغه وویل هغه ژمنې چې موږ دامنیت د ټینګښت او د بیارغونې د کارونو په برخه کې له دوی سره کړي هغه به عملي کوو.
دهلمند مارجې ولسوالۍ ته په سفر کې له کرزی سره په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلی مک کریسټال هم ملګری و.
امریکایي، ناټو او افغان ځواکونو د ګډ و عملیاتوپه نتیجه کې چې درې اونۍ مخکې پیل شوي وو، دمارجې د پراخې سیمې کنټرول په لاس کې اخیستی دی او دا د روانی جګړی په ترڅ کې لومړني بریالی پوځي عملیات بلل شوي دي.
د راپور له مخې مک کرسټال غونډې ته وینا ونه کړه خو په مځمکه ناست و او د کرزي دوینا ژباړه یې اوریده.
دافغانستان حکومت او لویدیځ ملاتړي یې هیله من دي چې دافغانستان په جنوب کې د وسلوالو طالبانو پرضد پراخ پوځي عملیات به پخوانۍ تیروتنې جبران کړي او دغه جګړه به پای ته ورسوي خو د مشترک په نامه دغه عملیات به چې د هلمند دمارجې او نادعلي په ولسوالیو کې روان دي اودافغان ،امریکایي پلي سمندري او بریتانوي پنځلسو زرو ځواکونو په کې برخه اخیستې، هله بریالي وي چې د سیمې اوسیدونکي پرافغان پولیسو او حکومت باور وکړي او دوی د خوندیتوب احساس وکړي.
د ناټو د ځواکونو ملکي استازي مارک سیډویل د فراسپريس اژانس ته په مرکه کې ویلي چې امنیت اوعدالت هغه ټاکونکي موضوعات دي چې وبه کړی شي د سیمې داوسیدونکو قناعت حاصل کړي چې په سیمه کې د دولتي اداری په ملاتړد طالبانو پرضد ودریږدي.
سيډویل چې په مارجې کې د عملیاتو له پیل درې اونۍ وروسته یې دسیمې د وضعیت په اړه خبرې کولې وویل ډیر کارلا پاتې دی چې باید ترسره شي.
هغه وویل خلک د افغان پولیسو له بابته چې سیمې ته ورغلي یا ورځي ډيره اندیښنه لري ځکه د ده په وینا خلک له پولیسو مخکیني ترخې خاطرې لري.
د هغه په وینا فاسدوپولیسو له خپل واکه غلطه استفاده کړې، خلک یې په بې ر رحمانه توګه وهلي ډبولي او په خپل سر توقیف کړي دي.
ښاغلی سیډیویل اعتراف وکړچې ، د وسله والو طالبانوله څلورو درې برخې یې سیمه ییز خلک ووچې د ده په وینا د طالبانو په لیکو کې د دی لپاره دریدلي وو چې په سیمه کې د فاسدو چاروکو په وړاندې جګړه وکړي.