تهران دوو روسيي پېلوټانو ته دوه مياشتې وخت ورکړى، چې ژر تر ژره دې ايران پرېږدي.
د ايران فارس خبري اژانس د ټرانسپورټ د وزيرحامد بهبهاني له قوله ليکلي، چې تهران ويلي دي، نور نو دغو پېلوټانو ته چې له يوې تجارتي روسي کمپنۍ سره کار کوي، ضرورت نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايران په شمال ختيځ کې د روسيې ساخت يوې الوتکې په جنورۍ کې د ناستې پر مهال اور واخيست او تر څلوېښتو زيات کسان يې له کبله ټپيان شول.
په عين حال کې د تهران او مسکو اړيکې وروسته تر هغې سړې شوې، چې مسکو ونه توانېد ايران ته S-300 ډوله دفاعي توغندى ورسوي، دا هغه سيسټم دى چې امريکا يې مخالفت کوي.
تېره مياشت روسيې وويل، که چېرې يې د وسلو خرڅول، سيمه بې ثباته کوي، هېڅکله به دا کار ونه کړي.