د افغانستان د ولسي جرګې پرغړي فوزيې كوفي، چې له ننګرهار ولايت څخه كابل ته راستنيده وسلوال بريد شوى دى.
ميرمن كوفي ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د دوى موټري په وريښم تنګي كې تر بريد لاندې راغلې او د پولسيو تر راتګه پورې نيم ساعت د مخالفينو او د دې د ساتونكو تر منځ وسلواله نښته شوې ده.
ويل شوي، چې په دغه نښته كې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
دا وايي، چې بريد ورباندې وسلوالو طالبانو كړى.
د برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له یوه نامعلومه ځای نه ازادي راډیو ته وویل، د برید هدف فوزیه کوفي نه بلکې امنیتي ځواکونو وو، چې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.