په كابل كې د واورې د سړي فيسټيوال جوړ شو

په دغه فیسټیوال كې چې د جمعې د ورځې په ماسپښين د كابل په قرغې سيمه كې جوړشو د دغه تفريحي پروګرام کې په لسگونو مينوالو ګډون كړى وو . د فيسټيوال جوړونكو د دا شان فيسټيوالو له جوړولو نه هدف خلكو ته د يوې سالمې تفريح برابرول وګڼل.
په كابل كې د شين ستوري شخصي سټډيو له خوا د وارې د سړي يا ادمك برفي په نوم يو فيستيوال جوړ شو.

دغه فيسټیوال، چې د جمعې د ورځې په ماسپښين د كابل په قرغې سيمه كې جوړ شوى وو، د دغه تفريحي پروګرام په لسګونو مينوالو ګډون كړى وو.

د دغه فيسټيوال يوې جوړونكي او د شين ستوري د سټيډيو كاركوونكي وجيهې همدل د دغه پروګرام د جوړولو د هدف په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

" زمونږ نننى محفل له واورو څخه د سړېو جوړولو فيسټيوال دى دا پروګرام مو ځكه جوړ كړ، چې زموږ خلك جګړو ځپلي دي او دا د خلكو لپاره يو تفريحي پروګرام دى،بل موږ وغوښتل چې په دې توګه سږنى كال هم ولمانځو."

د اغلې همدل په وينا د دغه پروګرام په جوړولو كې يو شمېرخصوصي شركتونو ورسره همكاري كړې ده.
د دغه فيسټيوال يوې جوړونكي او د شين ستوري د سټيډيو كاركوونكي وجيهې همدل


د فيسټوال يوې ګډونكوونكې سلما ازادۍ راډيو ته وويل، چې په كار ده د د اشان تفريحي پروګرامونو د جوړولو لړۍ دوام ومومي .

په كابل كې د واورو د سړې يا ادمك برفي په نوم دغه فيسټیوال په داسې حال كې جوړيږي، چې د لمر وړانګو د ښار واورې ویلي كړي دي، د فیسټيوال جوړونكي وايي، چې د وارو د سړېود جوړولو لپاره يي دغه واورو د پغمان له غرونو راوړې ده.

په افغانستان كې چېرې، چې له كلونو، كلونو راهيسې د جګړې اور ته پوكۍ وركول كيږي ډير كم داسې پېښ شوي چې افغانان دې په دا شان تفريحي پروګرامونو كې سره راټول شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د سولې په كلونو كې به ګڼ شمېرخلكو دې ته ورته تفريحي پروګرامونو كې ګډون كوو او خپل د خپل افغاني كلتور او دودونو لمانځنه به يي كوله.