مک کریسټل:د ملا برادرنيول د طالبانو د خپل منځي اختلاف نتيجه وه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کریسټل

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کریسټل پرون وویل چې د طالبانو د دوهم نمبر مشرملا برادر نیول ښايي د طالبانو د مشرانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو نتیجه وي. د رويټرز خبري اژانس د راپور مهمې برخې دلته لولئ:
د امريکا او پاکستان د ګډو عملياتو په نتيجه کې د ملا عبدالغني برادر د نیول کېدو خبر تېره مياشت اول نیویارک ټایمز امریکايۍ ورځپاڼې خپور کړ.

چارواکو دا په استخباراتي چارو کې يو لوى پرمختګ وباله او دا يې د اسلام اباد له خوا د افغان سخت دريځو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ مثبه اشاره وګڼله.

د رويټرز خبري اژانس په حواله، ملا برادر په داسې حال کې ونيول شو، چې په دې وروستيو کې د خپل منځي اختلافاتو له کبله د وسلوالو طالبانو له ليکو ايستل شوى و.

د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټل ويلي دي، تر اوسه دا پوره معلومه نه ده، چې پاکستان ولې ملا برادر اوس ونيوه، خو بيا هم د طالبانو په منځ کې خپل منځي اختلافات د منلو وړ موضوع ده.

جنرال مک کریسټل د رویټرز خبریال ته په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو ترمنځ داخلي اختلافات سبب شول چې ملا برادر ونیول شي؟ وویل:
جنرال مک کریسټال


”فکرکوم د دې ډېرامکان شته. ما هم دا خبره اورېدلې ده.زه یې نه شم تاییدولی خو ماته د منلو وړ ښکاري“

جنرال مک کریسټل وویل، دی په دې خوشحاله دی چې ملابرادر نیول شوی، خو نه شي ویلی چې نوموړی ولې په دې خاص وخت کې ونیول شو.

ده بیا خپله خبره تکرار کړه او ویې ویل چې بیا وايي، په دې برخه کې اوازې سمې ښکاري .

ملا برادر څوک و؟

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د پوځي شورا مهم غړى و، په عين حال کې يې د طالبانو پوځي رهبري هم کوله. ويل کېږي د دې ډلې د دويم نمبر مشر په توګه يې کار کاوه.

غربي هېوادونه په دې باور دي چې ملا برادر د امريکايي او ناټو ځواکونو په وړاندې د ډېرو خونړيو جګړو مسوول و. زيات ځانمرګي بريدونه او نورې وسلوالې حملې يې تنظيمولې.

تردې مخکې ډېر ټینګار په دې کېده، له ملابرادر سره چې هغه هم په خټه پوپلزی دی، ولسمشر کرزي په پټه ځينې تماسونه نیولي وو او پاکستان له دغو تماسونو خبر شوی و، نو ځکه يې ملا برادر ونيوه.

کابل له اسلام اباد څخه د ملا برادر د ورسپارلو غوښتنه کړې ده. خو د پاکستان يوې محکمې ويلي دي، چې ملا برادر به افغان حکومت ته ونه سپارل شي.