په پاکستان کې د پوليسو څو افسران ونيول شول

پاکستاني چارواکو د پولیسو یو مشر او څلور نور افسران د پاکستان په مرکزي برخه کې وروسته له هغې ونیول چې ویل کېږي په يوه خپره شوې ويډيو کې يو افسر په عام محضر کې يو مشکوک سړى ډبوي او نورو افسرانو دغه کس ورته ټينګ نيولى دى.

دا فلم له کوم نژدې کور څخه د موبایل ټليفون په واسطه اخستل شوى چې په پرله پسې توګه د پاکستان په څو سمیزو تلویزیونو کې وښودل شو.

د پنجاب د عدلیي وزیر رانا ثناء الله وايي، په دې اړه به قانوني دریځ غوره شي او دې مامورینو ته به د دې اجازه ورنه کړل شي چې د پولیسو په لیکو کې پاتي شي. د پاکستان پولیس ډیر ځله په اداري فساد او زور زیاتیو تورن کېږي .