په هالنډ کې د ازادۍ ګوند مخکې دى

په هالينډ کې يو ګوند کې مشر يي د اسلام ضد دى، په سيمه ايزو انتخاباتو کې مخکې شوى دى.

د انتخاباتو د لومړنيو نتايجو له مخې، د ازادۍ ګوند په المير ښار کې مخکې دى او په هاګ کې په دويم کتار کې راغلى.

د ازادۍ ګوند دې هېواد ته د مسلمانو کډوالو د ورتلو په وړاندې مبارزه کړې ده. د دې ګوند مشر اسلام له فاشيزم سره پرتله کړى دى.

په هالنډ کې وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې د ازادۍ ګوند به د روان کال په جون مياشت کې هم په پارلماني انتخاباتو کې مخکې وي او زياتې څوکۍ به وګټي.