په عراق کې پارلماني انتخابات کېږي

په عراق کې پارلماني انتخابات نن تر وخت مخکې پيل شول. دا انتخابات د دې لپاره وختي پيلېږي چې ځينو کسانو به ښايي نه شواى کولاى په پراخه کچه د راروانې يکشنبې په ورځ په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

په عراق کې د يوه روغتون کارکوونکي جواد عبدالخادم نن له رسنيو سره په خبرو کې په دې اړه خوښي وښوده:

”عراق نن د دې ورځې انتظار کاوه، دا د عراق د خلکو لپاره د خوشحالۍ زېرى دى، څو داسې څوک ځان ته وټاکي چې د دوى ښه نمايندګي وکړي. موږ هم غواړو چې د خپلې خوښې مشر وټاکو. داسې څوک ټاکو، چې پېژنو يې او د وطن د خدمت توان ولري. د عراق خلکو ته دا لوى وياړ دى، چې خپل استازي وټاکو“

په عراق کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر ويلي دي، چې ښايي تقريبا اووه لکه کسان به نن په دغو انتخاباتو کې برخه واخلي، چې اکثره به يې امنيتي چارواکي وي، ځکه دوى به وروسته د امنيت ساتنې په چارو بوخت شي.