ناټو پرون وویل، چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د افرادو کم جلب او جذب او د زیاتو ځواکونو تښتېدا د دې هیواد په جنوب کې د طالبانو په وړاندې د دوی د پرمختګ لوی خنډ دی .
د ناټو يوه قوماندان وويل په ملي پوځ کې د پښتنو، خصوصاً د جنوبي ولايتونو د اوسېدونکو شمېر کم دى او داسې زمينه بايد برابره شي چې په ملي پوځ کې د دوى شمېر زيات شي او دا خلک هم دا احساس وکړي، چې د افغانستان دي.
د رويټرز خبري اژانس په استناد دلته يو مطلب لولئ:
برید جنرال ویلیم بي کالډویل، چې تر را روان ميلادي کاله پورې، درې لکو ته د افغان امنیتي ځواکونو يانې ملي اردو او پولیسو د زياتولو مسوولیت لري، وویل هر کال د افغان پولیسو له لیکو په سلو کې پنځه ویشت او د ملي اردو له لیکو په سلو کې اتلس عسکر تښتي.
هغه خبریالانو ته وویل دا قطعاً د منلو وړ نه ده.
د ناټو قومندانان وايي، چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو لپاره حتمي ده چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس پیاوړې شي، څو د خپل هېواد د امنیتي چارو مسوولیت په یوازې سر واخیستلای شي .
خو د دې ستراتیژۍ يانې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بریالیتوب له دې سره تړلی دی، چې کافي شمېر افغانان په امنیتي ځواکونو کې جذب شي او سم وروزل شي .
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کالدویل وویل چې د امنیتي ځواکونو د معاشونو په زیاتولو سره د ځواکونو جذب چټک شوی او د ډسمبر له میاشتې راهیسي د میاشتې اووه زره افغانان په امنیتي ځواکونو کې جذبېږي، خو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پښتنو خصوصاً د جنوبي ولايتونو شمېر خورا کم دی او اوس د ټولو امنیتي ځواکونو په سلو کې یوازې له دوو تر درېيو پورې عسکر پښتانه دي .
کالډویل وویل:
”موږ په امنیتي ځواکونو کې د پښتنو د شمېر په کموالي ناراضه يو. غواړو دا وضعیت بدل کړو او داسي شرايط برابر کړو چې د افغانستان د جنوب پښتانه احساس کړي چې د دې هیواد اوسېدونکي دي...موږ باید دوی ته سم شرایط برابر کړو، چې په امنیتي ځواکونو کې شامل شي“
کالډویل همداراز زياته کړه، ناټو غواړي یو تبلیغاتي کمپاین پیل کړي چې پښتانه په امنیتي ځواکونو کې شمولیت ته وهڅېږي او دی هیله لري چې په جنوبي ولایتونو کې به پیل شوي عملیات مرسته وکړي چې دامنیتي ځواکونو په لیکو کې د دغو سیمو اوسېدونکي د ګډون لېوالتیا پیدا کړي .
کالدویل د افغان ځواکونو د شمېر پر کموالي سربېره د خپل کار د لارې بل خنډ د نړیوالو روزونکو د شمېرکموالی بولي او وايي چې لا هم نولس سوه نورو روزونکو ته سخته اړتیا لري .
د ناټو عمومي منشي ويلي دي چې له متحدو هېوادونو څخه يې افغانستان ته د زياتو روزونکو د لېږلو غوښتنه کړې ده او پر دې پلان کار روان دى.