اروپايي ټولنې د ایران د اتومي پروګرام په اړه څرګند ځواب وغوښت

اروپایي اتحادیي نن د نړیوالې اټومي انرژۍ دادارې په غونډه کې په سختوالفاظود ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د څرګند ځواب غوښتنه وکړه.

اروپایي اتحادیي په ویانا کې د دې ادارې پنځه دیرش کسیزه ریسه هییت ته وویل چې دا اتحادیه هم په هغو اندیښنو کې ځان شریک بولي چې وایي ایران ښایي په پټه داټومي وسلو د تولید په لټه کې وي اوپه همدې خاطر پرتهران د ملګروملتونو د نویو بندیزونود لګولو ملاتړ کوي.