نواندیش:کابل ښاروالۍ عواېد ددې ښار د بیا ودانۍ لپاره کافي نه دي

د كابل ښاروال محمد يونس نوانديش

كابل ښاروالۍ د يو شمېرمرسته كوونكو موسسواوهېوادونو له استازېوسره غونډه وكړه او له هغوي څخه يي د خپلو پلانونودتطبيق لپاره مرسته وغوښتله. كابل ښاروال محمد يونس نو انديش د كابل ښاروالۍ او مرسته كوونكو په دې لومړنۍ غونډه كې د ښاروالۍ پلانونه تشريح كړل.
د كابل ښاروال وويل، د ښاروالۍ خپل عواېد دومره نه دي، چې د دغه ښارد بيارغونې او پراختيا د اړتياوو يوه برخه هم پوره كړي نو ځكه خو په دې برخه كې له مرسته كوونكو موسسو او هېوادونو څخه د لا ډيرو مرستو غوښتنه كوي.

كابل ښاروالۍ د سې شنبې په ورځ په دې اړه د امريكا د نړېوالې پراختيايي ادارې، د ملګرو ملتونود پراختيايي ادارې، نړېوال وجهي صندوق او د چاپان د جايكا موسسې په ګډون د شاوخوا پنځوسو مرسته كوونكو ادارو له استازيو سره غونډه وكړه.
په کابل کې وران سړکونه


د كابل ښاروال محمد يونس نوانديش خبريالانو ته وويل، دوي به هڅه وكړي چې د مرسته كوونكو پاملرنه د ښار د ورانو سړكونو په جوړېدو كې مرستې ته راوګرځوي.

ښاغلي نواندیش خبريالانو ته وويل:

"هغه څه، چې كابل ښاروالۍ په دې غونډه كې له مرسته كوونكو سره مطرح كړل، هغه د كابل ښار د سړكونو مسئله ده.

يو شمېرسړكونه په ډير ناوړه حال كې دي چې بايد له سره جوړ شي، د يو شمېرسړكونو كار چې ځنډيدلى دى، بايد بيا پيل شي او پراختيا وركړل شي، همدا راز يو شمېر نوي سړكونه او تونلونه بايد وويستل شي، چې په كابل ښاركې دموټرجريان ته اسانتياوې برابرې شي.

موږ په دې اړه بحثونه وكړل اوهيله من يم، چې دغونډې په پاى كې د مرسته كوونكو له خوا موږ مشخصې پايلې ولرو."

نو انديش وويل، د كابل ښار يو نيم زر كيلومتره سړكونه لري، چې تراوسه پورې يي يوازې سل كيلومټره پوخ شوي دي او د يو نيم سل كيلومټره سړكونو د جوړېدو كار روان دى.

هغه وويل، په پام كې ده، چې په كابل ښار كې له سړكونو سربېره د موټرو لپاره د هوايي پلونو د جوړېدو كارهم پيل شي:

"د موټرو لپاره د لومړني هوايي پل د جوړېدو كار به كه خداى كولو په نږدې راتلونكې كې د كوټې سنګي په څلورلارې كې پيل شي.

د نورو دا رنګه پلونو د طرح او ډيزاين لپاره هم ما د طرح او تطبيق رياست ته لارښوونه كړې ده. موږ په پام كې لرو، چې له پل هرتل سره هم يو پل جوړ كړو چې د چاپان حكومت يي په جوړېدو كې د مرستې ژمنه كړې ده،

له محمود خان پله سره هم د يوه هوايي پل د جوړېدو پلان لرو، چې بوديجه به يي په لومړي سر كې له خپله ښاروالۍ نه وي، په كابل سيند باندې د نورو پلچكونو او د موټرو لپاره په نورو ځايونو كې هم د هوايي پلونو د جوړولو پروګرام لرو."

نو انديش د كانالايزيسيون نشتوالى هم د كابل ښار له لويو ستونزو څخه وباله خو ويي ويل ، د دغه سيستم د جوړولو لپاره يونيم مليارډه ډالرو ته اړتيا ده چې كابل ښاروالۍ به يي په كلونو كلونو كې هم يوازې په خپلوعواېدو پوره نه شي كړاى.
كابل ښاريان هم په دغه ښاركې د ډيرو ستونزو په اړه شكايتونه كوي او وايي، چې په تېرواتوكلونو كې د دغه ښاردجوړېدو لپاره افغان دولت او نړېوالې ټولنې ځانګړې توجه نه ده كړې.

خو افغان چارواكي په دې وروستيوكې هيله من شوي دي، چې نړېواله ټولنه به په راتلونكو څو كلونو كې د كابل ښار په جوړېدو كې د پام وړ مرسته وكړي.