په كابل كې د يونيسف د ادارې چارواكي وايي، دغه افغان تنكي ځونان چې عمرونه يي له اتلسو كلونو كم دی بهرنيو هېوادونو په ځانګړي توګه اروپايي ملكونو ته په قاچاقي توګه ځي، چې په دې وروستيو كې د هغوي په شمېر كې ډير زياتوالى راغلی دی.
په كابل كې د يونسف د ادارې چارواكي وايي، له افغانستان څخه د ځوانانو او تنكيو ځوانانو د غير قانوني مهاجرتونو د مخنيوي لپاره يي د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.
د يونسف چارواكي په داسې حال کې دا پروګرامونه پيلوي، چې د دې ادارې د معلوماتو له مخې په دې وروستيو كلونو كې اروپايي هېوادونو ته د افغان ځوانانو په ناقانونه مهاجرتونوكې خورا زياتوالى راغلى دې.
د يونسف د رسنيو د څانګې مسول عزيز فروتن له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې د عامه پوهانو په دغو پروګرامونو كې به دوی خلك له هغو ګواښونو او خطرونو خبر كړي، چې افغان ځوانان ورسره د غيري قانوني سفرونو په مهال مخامخ كيږي.
د يونسف له خوا خپره شوې يوه وروستۍ شمېره ښيي، چې په اروپايي هېوادنو كې په هرو سلو كډوالو شوېو ځوانانو كې څلويښت افغان تنكي ځوانان دي.
ښاغلي فروتن وويل، چې د دوي څيړنه ښيي، چې اروپايي هېوادونو ته د افغان ځوانانو د مهاجرت دوه اساسي علتونه دي، چې يو يي د نا امنيو زياتېدل او بل دا، چې د دوى كورنۍ هڅه كوي، خپلو ځوانانو ته يو ښه راتلونكې ولټوي.
هغه وايي، يوشمېركورنۍ چې غواړي خپل زلمي زامن بهرنيو هېوادونو ته وليږي ان د هغوي د تګ لپاره قاچاقچیانو ته په لكونه پيسي وركوي.
يوافغان ځوان، چې غوښتل يي اروپايي هېوادنو ته په قاچاقي توګه سفر وكړي له دغه سفره خپلې ترخې خاطرې داسې بيانوي.
"زه د خپل ناقانونه تګ يوه خاطره لرم، هغه ورځ چې موږ د تركيي له خاورې خيوز ته اوښتو شپږ تنه ځوانان چې د يو نوم علي رضا وو د افغانستان د غزني ولايت اوسيدونكى وو په اوبو كې ډوب شول.
دوه ورځې وروسته پوليسو د څلورو تنو مړي له اوبو را ويستل او تر هغه پورې چې موږ هلته وو د دوه تنو مړي يي نه وو را ايستلي تاسې باور وكړﺉ ترڅو چې پوليسو له اوبو را ايستل د علي رضا پر نوم افغان سم نيم ماهي خوړلی وو نو په قاچاقي توګه تګ ډير ګران دی له نهه نوي فصيده څخه يو فيصد امكان دی، چې تيرېدلی شي موږ چې هم ښه ورسېدو دادی بيرته يي را وايستلو."
په افغانستان كې له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره دا اندېښنې داسې مهال كوي، چې لاهم ګاونډېو هېوادونو او په ځانګړي توګه اروپايي ملكونو ته د افغان ځوانانو د تګ لړۍ روانه ده.
او ډيرې وخت خو بهرنيو هېوادنو ته تلونكي افغان ځوانان په سيندونو كې د كبانو خوراك شوي، چې څرګندې بيلګې يي په دې وروستيو كلونو كې د اندونيزيا په اوبو كې د څو كښتيو ډوبيدل دي.
د چارو يوشمېر افغان څيړونكي وايي، چې بهرنيو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د تګ اصلي لامل د كار نشتوالی او روانې نا امنۍ دي.
دوي وايي، چې افغان دولت بايد له اړوند ادارو سر د افغان ځوانانو د قاچاقي تګ مخه ونيسي.دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا وركړل شوي شمېرې ښيي، چې په افغانستان كې درې نيم ميليونه ځوانان بې كاره دي.