د هرات امنيتي چارواكي وايي، چې تېره ورځ د دې ولايت په ګزرې ولسوالۍ كې يوه اندازه چاوديدونكي مواد نيول شويدي.
د هرات د امنيي قومندانۍ وياند نورخان نيكزاد ازادۍ راډيوته وويل، چې په ترلاسه شوو چاوديدونكو موادو كې د وسايطو ضد دولس كړۍ ماينونه، د درنې وسلې مرمۍ او تروتيل ډوله چاوديدونكي شامل دي.
په خبركې ويل شوي، چې له دغوچاوديدونكو موادوسره څوك نه دي نيول شوي خو د نيولو لپاره يي هلې ځلې دوام لري.
په يوبل خبركې د نيمروزوالي غلام دستګيرازاد وايي، چې تېره ورځ د دلارام په ولسوالۍ كې چاودنه شوې خوتلفات نه لري.
ده څرګنده كړې، چې د دې چاودنې سره په تړاو درې مشكوك كسان نيول شوي او دا مهال تر تحقيقاتو لاندې دي.
دغه راز په خوست كې د ملي اردو يوه چارواكي جنرال ظهيروردك ازادۍ راډيوته وويل، چې د خوست ګرديز په لويه لاره د شواك ولسوالۍ په سيمه كې د سړك ترڅنګ څلوركړۍ ښخ شوي ماينونه كشف او شنډ كړى شوي دي.