میډویډیف له فرانسوي پانګوالو مرسته وغوښته

د روسیي ولسمشر دیمتري میدودیف تېره ورځ له فرانسوي پانګوالو وغوښتل، چې د روسیې د اقتصاد په نوي کولو کې مرسته وکړي.

میدودیف پاریس ته د خپل سفر په دوهمه ورځ له تاجرانو سره خبرې وکړې او د دواړو خواوو بې سارې اقتصادي شراکت یي وستایه.

میدودیف پرون وویل، په روسیي کې د فرانسې پانګونه د لومړي ځل لپاره له متحد ایالاتو څخه زیاته ده.

همدا شان د دوشنبې په ورځ د روسیي او فرانسې ولسمشرانو پر روسیې د څلورو پرمختللو فرانسوېو جنګي بیړېود خرڅولو پر امکان خبرې وکړي.

که چېرې فرانسه پر روسيي مسترال جنګې بیړۍ خرڅې کړي، نو دا به لومړۍ ځل وي، چې د ناټو تړون یوغړی هېواد له روسیي سره دا ډول معامله کوي.

دواړو خواوود غازو په ګډون د بېلابېلو معاملو په اړه اعلان وکړ .