د دبۍ د پولیسو مشروايي، غواړي چې په متحده عربي اماراتو کې د حماس د یوه مشر محمد المبحوح د وژنې د قضېې په ارتباط د اسرایلو صدراعظم بنیا مین نتنیاهو او د دغه هېواد د استخباراتو ( موساد) مشر ونیول شي.
د دبۍ د پولیسو مشر ضاحی خلفان الجزیره تلویزون ته وویل، پوره یقین لري چې د جنورۍ په میاشت کې د اماراتو په یوه هوټل کې د مبحوح د وژنې ترشاه د اسرایلو د ایجنټانو لاس دی.
هغه وویل، که ثابته شي چې د موساد مشر مایر ډګان مسول دی نو باید ونیول شي.
د اسراییلو حکومت په دبۍ کې د حماس د ډلې د مشر په وژنه کې خپل لاس لرل نه دي تائید کړي او نه يې رد کړي ده.