جاپان په افغانستان كې ۱۷ نوي پراختيايي پروژې تمويلوي

د چاپان د سفارت شاژزدافير فوميو شيميزود یو ساختماني شرکت له مشر سره.

په دې پروژو كې ښوونځي، روغتيايي مركزونه، ژورې څاګانې، د برېښنا كوچنۍ ستيشنونه، او استنادي ديوالونه شامل دي.

په كابل كې د چاپان د سفارت شاژز دافير فوميو شيميزو له ساختماني شركتونو سره د دغو پروژو د پلي كېدو د تړونونو د لاسليك كولو په مهال وويل:

"لكه څرنګه، چې وويل شول دا ځل موږ په كابل او غور كې څلور روغتيايي پروژې لرو، په كابل كنړ، كاپيسا،غور او ننګرهار كې د اساسي تعليماتو څلور پروژې لرو، په ننګرهار او تخار ولايتونو كې د اساسي زيربناوو ۹ پروژې لرو.

په دې پروژو به ټولې دوه مليون او درې لكو شپيته زرو دوه سوو درې امريكايي ډالره ولګول شي. هيله من يم چې دا پروژې به د دغو ولايتونو د خلكو په ژوند كې مثبت بدلون راوستلاى شي."

د چاپان د سفارت استازي همدا راز وويل، چې چاپان او افغانستان اوږد مهالې دوستي لري او هېواد يي له افغانستان سره په نورو برخو كې هم د لا ډيرو مرستو ليواله دى.

ساختماني شركتونو، چې د يادو شوېو پروژو تړون ورسره وشو، ژمنه يي وكړه چې دغه پروژې به په سمه توګه پلې كوي. د احسان ساختماني شركت ريس راز محمد راز وويل:

"زه له تاسو سره د دې انجو ګانو په استازيتوب ژمنه كوم، هره پروژه چې موږ ته سپارل شوې سمه به يي ترسره كوو او د چاپان له سفارت سره ژمنه كوم، چې دا پيسې به يي د هغه هدف لپاره لګيږي چې د كوم لپاره وركړل شوي دي.

زه خپله غور ولايت ته تللى وم، داسې ولايت مې وليده، چې ويې وينى هيڅ كار په كې نه دى شوى او خلك يي په ډيره ټيټه سطحه كې ژوند كوي."

چاپان له افغانستان سره يو له لويو مرسته كوونكو څخه دى. په كابل كې د چاپان د سفارت مسولين وايي، هېواد يې له افغانستان سره د ۲۰۰۲ كال راهيسې دوه مليارډه ډالره مرسته كړې ده، چې د پوهنې، روغتيا ، كرنې او ماين پاكۍ په برخو كې لګيدلې.

په دې وروستيو كې د چاپان حكومت له افغانستان سره د لا ډيرو مرستو ژمنه وكړه او ويي ويل، چې په راتلونكو پنځو كلونو كې پنځه مليارډه ډالره مرسته ورسره كوي.