افغان ډاكتران وايي، داعمليات يي د بهرنيو متخصصينو پرته په بري سره ترسره كړې، خو د كابل د ابن سينا روغتون ډاكتران بیا زیاتوي كه له موږ سره د مجهزو وسايلو مرستې وشي نوكولاى شو چې په راتلونکې كې هم داسې عمليات ترسره كړو.
د كابل د ابن سينا روغتون ډاكتران ډيرخوشحاله وو، چې د لومړي ځل لپاره يي، په هېواد كې داسې يو مهم او پيچلي جراحي عمل ترسره كړى دى.
د كابل ښارد ابن سينا روغتون ته په دې وروستيوكې د زړه داسې يو ناروغ وروړل شوی و، چې د مرګ او ژو ند ترمنځ فاصله يي وروستېوشېبوته رسېدلى وه.
د ابن سينا روغتون د صدري څانګې جراح ډاكترسلطان محمدناجي ازادۍ راډيو ته وويل، دوی په لږو امكاناتو، خو په ډير احتياط سره وكړاى شول، د يوه احتياج تنكي ځوان ژوند وژغوري.
ډاكټرناجي وويل، په اوسني پرسونل او نامكملو تخنيكي وسايلو به بيا داسې يومهم او پيچلي جراحي عمل ته زړه ښه نه كړي.
ښاغلي ناجي زیاته کړه، دوي له مجبوريته دا عمل ترسره كړی ځكه چې ناروغ تر نږدې ګاونډېو هېوادو پورې هم ژوندى نه شو رسيدلى.
د زړه ناروغ د بغلان اوسيدونكی يو څوارلس كلن تنكۍ هلك وو، چې په سختى يي خبرې كولې، دى هم خوښ و او له افغان ډاكترانو يي مننه كوله، نوم يي عبدالحسين او ازادى راډيو ته يي وويل:
"زه په بغلان كې په چاكو لګيدلى وم ، ورو ورو مې دردو نه زياتېده ، ساه مې تنګيدله، رنګ مې توراو فشارمې ټېټېده.
په بغلان كې ډاكترانو ډيرې هڅې وكړې، بالاخره مجبورشول چې زه يي ابن سينا روغتون ته ورپیژندلم."
د ناروغ د كورنۍ غړو وويل، چې په داسې ناروغانو باندې په نږدې ګاونډېو هېوادونو كې هم پنځه شپږلكه افغانۍ لګيږي او دوي يي د وركړې وسه نه لرله.
د ابن سينا د روغتون ډاكتران وايي، دوي مجهزو تخنيكي وسايلو ته ضرورت لري او د دې ترڅنګ، د دوي پرسونل ته بايد مسلكي بورسونه وركړل شي، چې بهرته ولاړاو له نوي مسلكي پوهې اوتجربې سره هېواد ته راستانه شي.
راپور: خان محمد سيند