د بدخشان ولايت سيمه ايز چارواكي وايي، چې په شهدا ولسوالۍۍ كې د واورې ښويدنې له امله پنځلس كورنه لاندې شوي او يوه مېرمن په كې مړه شوې ده.
د راپورنو له مخې په دغه ولسوالۍ كې د واورې ښويدنې له امله ۴۰۰ جريبه كرنيزه ځمكه هم لاندې شوې ده.
د شهدا د ولسوالى د خلكو د پراختيايي شورا مشر حمدالله مفكر ازادى راديو ته ويلي، چې لا تر اوسه دولت او مرستندويه موسسو له زيانمنو كورنيو سره هيڅ ډول مرسته نه ده كړې.
خو سيمه ايزو چارواكو ويلي ، چې سيمې ته يي د پېښې د اوښتو تاوانونو د معلومولو لپاره يو پلاوي استولى دى.
دا په داسې حال كې ده چې دوه ورځې مخكې هم د دغه ولايت د شكاشم ولسوالى په غاران سيمه كې د دوه ځلې واورې ښويدنې له امله ۱۰ كورنه تر واورو لاندې شوي وه.