په غزني کې به درې نوې ښوونځي جوړ شي

د غزني ولايت د پوهنې رياست چارواكي په دغه ولايت كې د درېوو نوېو ښوونځيو د جوړولو خبر وركوي.

د غزني ولايت د پوهنې د ريس حسن مبارك عزيزي په وينا د دغو درېوو ښوونځيو ودانۍ چې د جاپان هېواد په مالي مرسته به جوړې شي هره ودانۍ به د زده كړې ۱۴ خونې ولري.

د ښاغلي عزيزي په وينا د دغو درېوو ښوونځيو په جوړولو ټول شپږ لكه امريكايي ډالره لګښت راځي.

تېره مياشت د جرمني سفارت هم په دغه ولايت كې د درېو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو ژمنه كړې وه، چې د چارواكو په وينا په نېږدې راتلونكي كې به يي كار پيل شي.