ویلیام پيټي په افغانستان کې د بریتانیا نوی سفیر وټاکل شو

په افغانستان کې د بریتانیا نوی سفیر ویلیام پيټي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه، چې په عراق کې د بریتانیا پخوانی لوړ رتبه ډیپلومات ویلیام پیټي یې په افغانستان کې د بریتانیا د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.ښاغلي پیټي دا مهال په سعودی عربستان کې د بریتانیا د سفیر په توګه دنده ترسره کوي.
ویلیام پیټي له ۲۰۰۵ نه تر۲۰۰۶ کاله پورې په عراق کې د بریتانیا استازی وو او کله چې د ۱۹۹۹ نه تر۲۰۰۲ کاله پورې د بهرنیو چارو په وزارت کې د منځني ختیځ د څانګې مشروو، پرعراق د ۲۰۰۳ کال د یرغل لپاره په تیارېو کې یي هم رول لوبولی دی.

دغه با تجربه ډیپلومات په بریتانیا کې د عراق د جګړې په اړه عمومي څیړنې ته هم غوښتل شوی وو او د دغې جګړې په اړه یي څیړنیز کمیسیون ته ځیني شواهد هم وړاندې کړي دي.

ښاغلي پیتي به د می په میاشت کې په کابل کې د بریتانیا د سفارت چارې له مارک سیدویل څخه ترلاسه کړي.

ښاغلي سیډیول په وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو لوړرتبه ملکي استازې ټاکل شوی دی.

بریتانیا په افغانستان کې شاوخوا لس زره سرتېری لري، چې ډیر یي د افغانستان په جنوب په تېره هلمند ولایت کې دیره دي.


په همدی حال کی په هلمند کی پرون د یوه بل بریتانوی سرتېري په وژل کېدو سره په دی هېواد کی د بریتانیا د وژل شوېو سرتېرو شمېر ۲۶۷ تنو ته ورسید.

د بریتانیا پوځ وویل، دغه عسکرد هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې هغه مهال په ډزو کې ووژل شو، چې په سیمه کې یي پلی ګزمه کوله.