په لوګر کی د ولایتی بیا رغونی ټیم یوبل نوی ښوونځی جوړ کړ

په لوګر کې د چیک جمهوریت د ولایتي بیا رغونې ټیم په ازرې ولسوالۍ کې د دولس سوو زده کوونکو لپاره یونوی ښوونځی جوړوي.

په لوګرکې د چیک د جمهوریت د ولایتي رغونی د ټیم اعلامیه زیاتوي، چې د دغه ښوونځي د ابادۍ کار په تېر ډیسمبر میاشت کې پیل شوی او ټاکل شوی، چې په راتلونکو پنځوسو ورځوکې ترسره شي.


په لوګر کې د چیک د جمهوریت د بیارغونې ټیم په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې د دولسو ښوونځیو په جوړولو کې له دولت سره مرسته کړې.

په لوګر کې د چېک د بیا رغونې ټیم لس ملکي کارپوهان او دوه سوه او پنځه اویا عسکر لري، چې په تېرو دوو کلونو کې له ولس سره د ښوونې، روغتیا، امنیت او کرنې په برخو کې مرستې کړي دي.