ملي امنیت:خبریالان دې طالبانود حملو له جریانه فلم نه اخلي

د ملی امنیت ادارې پرخبري رسنیو د امنیتي پېښو په باب دغه نوی بندیز پرون یوې ډلې خبریالانو ته چې دې ادارې ته غوښتل شوی وو اعلان کړ.د دی اداری ویاند سعید انصاری وویل، د طالبانو د حملو له جریانه فلم اخیستل او د هغو خپرول د افغانستان د حکومت په ګټه نه بلکې د وسله والو مخالفانو په ګټه تمامیږی.
افغان حکومت پرون پرهغو خبري رسنیو، چې د طالبانو د بریدونو له جریانه راپور ورکوي نوی بندیزاعلان کړ او ویي ویل د دغسې تصاویرو خپرېدل طالبان نورهم پیاوړي کوي.

پرخبري رسنیو دغه بندیز په داسې حال کې اعلانیږي، چې پرون د ناټو په مشرۍ نړېوالو مرستندویه ځواکونو یا ایساف له وسله والو طالبانو سره په روانو شخړو کې د شپږو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې وویل، خبریالان له دې وروسته یوازې له بریدو وروسته د پېښو د ځای له وروستي حالت څخه فلم اخسیتلی شي هغه هم په دې شرط، چې له دې ادارې څخه یي اجازه ترلاسه کړي وي.
افغان خبریالان


د ملي امنیت د ادارې ویاند سعید انصاري وویل، هغه خبریالان به چې کله برید دوام لري او دوي یي له جریانه فلم اخلي، ونیول شي او وسایل به یي هم ظبط شي.

ښاغلي انصاري وویل، د حملو له جریانه د مستقیمو راپورونو خپرېدل د افغانستان د حکومت ګټې نه بلکه د افغانستان د دښمنانو ګټې خوندي کوي.

د ملي امنیت ادارې پرون د خبریالانو یوه ډله ورغوښتي وه او دغه نوی بندیز یي ورته اعلان کړ.

پرخبري رسنیو د غه نوی بندیز افغان خبریالانو او د بشري حقوقو مدافع ډلو وغنده. دوي وایي دغه بندیز د بریدونو په جریان کې خلک له مهمو امنیتو پېښو څخه له خبرېدو محروموي.

د افغانستان د رسنیو د ملي اتحادیي مشر حمید مبارز وویل، دا ډول یوه پریکړه خلک د یوې پېښې په هکله له سمو معلوماتو څخه بې برخې کوي.

لیلا نوري، چې د افغانستان د بشرد حقوقود څارنې ډلی لپاره د خبري رسنیو چارې څارې وایي، حکومت باید پرخبري رسنیو له پېښوڅخه په راپورونو ورکولو په بندیز لګولو سره پرخپلو نیمګړتیا وو سترګې پټې نه کړی. هغه وایي خلک غواړي د هرې امنیتي پېښي په اړه په دې پوه شي، چې څه روان دي.

افغان حکومت له دې مخکې یوځل تېرکال د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ورځ د یوې ورځې لپاره له شخړو څخه په راپور ورکولو بندیز لګولی وو.

خو تراوسه یي د امنیتی پېښو له جریانه په فلم اخیستو کوم رسمي محدودیتونه نه دي اعلان کړي.

خو له دې سره سره په تېرو وختونو کې زیاتره وخت خبریالان د امنیتي پېښو له صحنو څخه د فلم یا عکس اخیستو په جریان کې د امنیتي ځواکونو له خوا وهل شوي ډبول شوي او سایل یي ترې اخیستل شوي دي.