د افغانستان ولسې جرګې پريكړه وكړه، چې له امنتيي ارګانونو سره دې د دې جرګې څلور كميسيونونه د امنيت د ټينګښت په برخه كې لازمه مرسته وكړي.دا پريكړه وروسته ترهغې كيږي چې د تېرې شنبې په ورځ د حكومت امنيتي چارواكو له دې جرګې څخه وغوښتل، چې د كابل او ټول هېواد په سطح د امنيت په ټينګښت كې د دې جرګې يو ځانګړى كميسيون دوي ته سلا مشوره وركړي.
ولسې جرګه وايي، چې په كابل او د افغانستان په نورو برخو كې د امنيت د ټينګښت لپاره به د دې جرګې څلور كميسيونونه حكومتي امنيتي ارګانونو ته لازمه سلامشوره وركړي.
د ولسې جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه كې له ډيرو بحثونو وروسته د دې جرګې غړي په دې سلاشول، چې د امنيتي او دفاعي چارود نړېوالو اړيكوعدلي اوقضايي كميسيونونه دې د حكومت امنيتي ارګانونو سره د امنيت د ټنيګښت په برخه كې لازمه مرسته اوهمكاري وكړي.
د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني دغونډې په پاى كې هيله وښوده، چې دا كميسيونونه به وتوانيږي د دفاع او كورنيوچارو وزارتونو او د ملي امنيت له رياست سره د امنيت په ټينګښت كې ګټور واقع شي:
"دا كميسيونونه دې كينې او د امنيت په برخه كې له امنيتي چارواكو سره خبرې وكړي د ځانګړي كميسيون جوړېدو ته اړتيا نشته.
كه چېرې له نورو كميسيونو څخه كوم وكيل غواړي كولاى شي خپل نظر وركړي هيڅ كومه ستونزه نشته."
د ولسې جرګې غړو د كابل د جمعې ورځې له بریده وروسته، چې كابو پنځوس تنه په كې مړه اوټپيان شول د دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس د تېرې شنبې په ورځ خپلې عمومي غونډې ته ور وغوښتل ترڅو د امنيتي ستونزو په اړه معلومات وركړي.
كه څه هم د امنيتي چارواكو او د ولسې جرګې ترمنځ نوموړي غونډه د تړلو دروازو ترشاه وشوه خو د دې جرګې غړو وويل، چې امنيتي چارواكو له دوي څخه غوښتنه كړې چې په كابل اوټول هېواد كې د امنيت د ښه ټينګښت لپاره د ولسې جرګې يو كميسيون دې هم له دوي سره لازمه مرسته وكړي.
خو د ولسې جرګې غړى پاچاخان ځدراڼ له دې سره سره، چې د ولسې جرګې دا پريكړه سمه بولي وايي، چې د امنيت د ټينګښت په برخه كې بايد اړونده حكومتي ارګانونه لازم اقدام وكړي.
په تېرو څوكلونو كې امنيتي چارواكي په افغانستان كې د امنيتې ستونزو له امله څوځلې ولسي جرګې ته غوښتل شوي، ان په ځينو مواردو كې امنيتي چارواكي د دې جرګې دغړو له خوا په خپلو كارونو كې د پاتې راتلو له امله استيضاح شوي هم دې.
ولسې جرګې تردې وړاندې څو واره امنيتي طرحې جوړې كړي اوامنيتي ارګانونو ته يي د عملي كولو لپاره وركړي خو د امنيتي چارو كارپوهان اوڅيړونكي وايي، چې دا طرحې يا سمې نه دي عملي شوي او يا هم لكه څنګه، چې لازمه وه ګټورې نه وې.
ځكه چې د دوى په باور په كابل او نورو ولايتونو كې په امنيتي وضع كې بدلون نه دى راغلى او اوس هم خلك دې هېواد په بېلابېلوبرخو كې د امنيتي ستونزو له امله اندېښمن دي.