د افغانستان ځيني خلك اوپه تېره محصلين، چې د انټرنېټ د خدماتو لوړې بيې نه شي وركولاى، د افغان ټيلي كام د انټرنیټي خدماتوله سرعت څخه شكايت كوي، خو د مخابراتواومعلوماتي ټكنالوژى وزارت هڅې پيل كړي دي، چې په دې لاره كې تخنيكي ستونزې لرې او په لږه موده كې د خلكو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
سره له دې،چې په افغانستان كې، د انټرنیټي خدماتو د كيفيت د ښه والي او سرعت په هكله خبرې كيږي، بياهم خلك په هېواد كې د انټرنېټ د خدماتو له كيفيت او سرعت څخه شكايت كوي او وايي، چې دوي د انټرنېټ په خدماتو پيسې هم وركوي، خو د انټرنېټ د سرعت د سستوالي له امله يي وخت ضايع او چارې يي ځنډيږي.
په هېواد كې د افغان ټيلي كام مخابراتي شركت، د انټرنېټي خدماتو په رسولو هم پيل كړی دى، خوهغه خلك چې چارې يي ور پورې مربوطې دي له دې شركت څخه هم شكايت كوي او وايي، چې دا شركت هم تراوسه نه دي توانيدلي چې د انټرنېټ كيفيت ښه او سرعت يي زيات كړي.
خو د مخابراتو وزارت وايي، دويی هڅې پيل كړي دي، چې د انټرنېټ د خدماتو كيفيت او سرعت، نه يوازې په مركز بلكه په ولايتونو كې هم د قناعت وړ وګرځوي.
د مخابراتو د وزارت وياند عبدالقادر قلاتوال، دا مني، چې تر اوسه هم په دې لار كې يو لړ تخنيكي ستونزې شته خو په هېواد كې روان اڼترنېټي سيستم له نوېو معيارونو سره سم او د نړۍ په پرمختللو هېوادو كې ترې كار اخيستل كيږي.
ښاغلي قلاتوال زیاته کړه، اوس مهال په هېواد كې د انټرنېټ نهه ويشت كورني اوبهرني شركتونه په فعاليت بوخت دي. او د مخابراتو وزارت هڅه كوي، چې نوري فائبرپه مرسته، له درېو څخه تر پنځو كلونو پورې د هېواد ټولو ولايتونو ته د انټرنېټ ښه، كيفيت لرونكي او ارزانه خدمات ورسوي.
حال دا،چې خلك وايي، دوي په روانو حالاتو كې د تعليم او سوداګرۍ په برخه كې، باكيفيته او سرعت لرونكي انټرنېټ ته ضرورت لري.