د امريکا د پلو سمندري ځواکونو مشران وايي، دوي به د هلمند په مارجې کې د ډېر وخت لپاره پاتې وي. د دوى په وينا هدف دا دى چې سيمه له وسلوالو پاکه شي، د افغان دولت په کنټرول کې وي او داسې ملکي اداره په کې ايجاد شي، چې افغانان ورباندې باور وکړي.
تر دوه زره زيات پلي سمندري ځواکونه او نژدې زر افغان پوځيان، چې په مارجې په پوځي عملياتو بوخت دي، د څو مياشتو لپاره به دلته مېشت وي، څو دا خبره يقيني کړي چې وسلوال طالبان به بيا سيمې ته نه راستنېږي.
دا خبره د امريکا د پلو سمندري ځواکونو قوماندان پرون اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وکړه.
د سمندري ځواکونو دوې قطعې به له خپلو افغان همکارانو سره يوځاى په مارجې کې دېره وي، چې د ناټو د ”تصفيې، ساتلو او ودانولو“ د ستراتيژۍ له مخې خپلو ګزمو ته ادامه ورکړي.
د دې ستراتيژۍ له مخې پوځيان بايد سيمه خوندي کړي، افغاني ملکي اداره جوړه کړي او د عامه خدمتونو لپاره زمينه برابره کړي، چې په دې توګه د ملکي خلکو ملاتړ ترلاسه شي.
اسوشېټېډ خبري اژانس وړاندې، د پلو سمندري ځواکونو د وياند له قوله زياتوي:
”څرنګه چې ناټو د ډېر وخت لپاره په سيمه کې پاتې کېږي، زيات پوځي مرکزونه به ايجاد شي.“
دى وايي:
”موږ غواړو په مارجې کې عملي حضور ولرو، د اوس لپاره له دې ځايه د وتلو کوم پلان نه شته. نظريه داسې ده چې بايد د سيمه ايزو خلکو په منځ کې ژوند وکړو، ځکه موږ پوهېدلي يو، چې د همکارۍ يوازېنۍ لار له سيمه ايزو امنيتي همکارانو سره له نژدې کار کول دي. په دې توګه به افغانانو يقيني شي، چې خوندي دي او د خطر احساس به نه کوي.“
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ليکي، يوشمېر سيمه ايزو خلکو هم حکومتي چارواکو ته ويلي دي، چې ناټو پوځيان بايد د مارجې په مرکزي سيمه کې دېره شي، چې وکولاى شي ښه امنيت ټينګ کړي.
تمه ده ټول سمندري ځواکونه به مارجې کې پاتې شي، تر هغو چې يي په مارچ مياشت کې ماموريت ختم شوى نه وي.
د يوې معتبرې حکومي ادارې رامنځته کول د ناټو د ستراتيژۍ يو کليد هدف دى. مارجه چې د اژانس په حواله، له اوږدې مودې د وسلوالو طالبانو د فعاليتونو او د نشه يي موادو د کار و بار مرکز و، تېره اوونۍ په کې حکومتي اداره فعاله شوه او نوى ملکي مشر ورته وټاکل شو. په زرګونو افغان پوليسو د مارجې او نادعلي ولسواليو د اطرافو په تصفيه شوېو سيمو کې ګزمې پيل کړي.
په عين حال کې سخت دريځو وسلوالو د سړک غاړې ماينونو په چاودنې سره په مارجې کې او له مارجې دباندې پر اکمالاتي کتارونو خپلې حملې زياتې کړې دي.
د پلو سمندري ځواکونو يوه قوماندان د نوم د نه ښوولو په شرط اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، په تېرو دوو ورځو کې پر څلورو اکمالاتي کتارونو بريدونه شوي. دغه ځواکونه نه غواړي دغسې معلومات له مطبوعاتو سره شريک کړي او په دغو برېدو کې د تلفاتو په اړه هم څه نه دي ويل شوي.
خو د هلمند نورې ولسوالۍ هم خوندي نه دي. پرون په نوزاد ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ يوولس غړي د ماين په چاودنه کې ووژل شول. دوى په يوه ټراکټور کې سپاره وو. د والي د وياند په وينا په وژل شويو کې دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل وو.
هاخوا په زابل ولايت کې افغان او بهرنيو ځواکونو په خاک افغان ولسوالۍ کې پرون له وسلوالو سره جګړه کړې، چې چارواکي وايي شپږ وسلوال وژل شوي دي. د والي وياند ويلي دي، چې وړمه شپه اته وسلوال طالبان د حکومتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
پرون مرکز کلات ته نژدې د سړک غاړې ماين چاودنې يو افغان عسکر وواژه او بل يې ژوبل کړ.
له بلې خوا پرون د هلمند په مرکز لښکرګاه کې دوه افغان عسکر هغه وخت ووژل شول، چې بمي چاودنه ورباندې وشوه.