د عراق صدراعظم د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ، چې له کبله يې په سلګونو کانديدان په راروانو انتخاباتو کې ګډون نه شي کولاى.
نوري المالکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، حکومت دا پرېکړه ځکه وکړه، چې دغو کانديدانو د بعث ګوند پرضد بد تبليغات کول، نوموړي ويلي دي په عراق کې چې سنيان په اقليت کې دي، دغه ډول تبليغات غوره نه دي.
المالکي ټينګار وکړ چې پر کانديدانو دغه بنديز يوې کمېټې لګولى او پارلمان يې ملاتړ کوي. خو کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه، ايا تر ٢٠١١م کال وروسته په عراق کې د امريکايي پوځيانو حضور غواړي؟
هغه وويل، دى به که چېرې ضرورت و، دى به امريکايي پوځيان ومني، خو دۀ زياته کړه، چې ښايي دغو ځواکونو ته ضرورت پېښ نه شي.