د افغان د بشري حقوقو کمېسیون له مخالفینو غوښتي چې ملکي کسان دې نه وژني

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون په دغه هېواد كې له وسلوالو مخالفينو غوښتي چې له داسې اعمالو ډډه وكړي چې د ملكي خلكو ځان او مال ته پكې خطر پيښيږي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون په دې ا ړه په يوې خپرې شوې اعلاميې كې په كابل كې د وسلوالو مخالفينو له خوا وروستيو دوو بريدونو ته اشاره شوې ده او ويلي دي چې په دغو بريدونو كې اكثره ملكي خلك زيانمن شوي دي.

په اعلاميې كې همداراز له افغان امنيتي ځواكونو هم غوښتل شوي چې په خپلو عملياتو كې د ملكي تلفاتو مخنيوي ته لا ډيره پاملرنه وكړي.

د افغانستان دبشر د حقونو خپلواك كميسيون ويلي دي، په تيرو دوو مياشتو كې په كابل كې د وسلوالو مخالفينو په بريدونو كې شاوخوا پنځوس ملكي كسان وژل شوي او له سلو ډير كسان ټپيان شوي دي.