د نشه يي توکو پر ضد وزارت په نوو لارو کارکوي

د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، چې د كوكنارو د كښت د مخنيوي او په هېواد كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمېر راكمولو لپاره پر نوو لارو چارو كار كوي.

د افغانستان د نشه يي توكو پر ضد د مبارزې وزير انجينير ضرار احمد مقبل ازادۍ راډيو سره په مركه كې ويلي، چې نړېوالې ټولنې هم په افغانستان كې د نشه يي توكو پر ضد مبارزه كې خپله پاملرنه او همكاري ډېره كړې ده.

د دې ګډو هڅو سره، چې افغان دولت او نړېواله ټولنه يي په هېواد كې د كوكنارو د كښت د مخنيوي لپاره كوي، اوس هم افغانستان په نړۍ كې د نشه يي توكو يو لوى توليدونكى هېواد بلل كېږي.

همدارنګه د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه كې ويلي، چې پرون يي د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې 35 كيلو ګرامه هيرویين نيولي دي.

اعلاميه وايي، چې په دې تړاو څوك نه دي نيول شوي.