د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ په جنوبي برخو کې پوځي عملیات پرون مازدیګر پای ته ورسیدل.
دا عملیات، چې افغان او ایساف ځواکونو په کې برخه درلوده، د پنجشنبې په سهار پیل شوي وو.
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ م شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال مراد علی مراد ازادۍ راډیو ته وویل، په دې عملیاتو کې یي د دښمن اوه تنه وژلی دي.
له وسله والو سره په نښتو کې د ملي پوځ درې سرتېري وژل شوي او دوه یي ټپیان دي. د چهار درو ولسوالۍ په دی عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو درې تنه هم ټپیان شوي دي. خو طالبان وایي، لس بهرني سرتېري یي وژلي دي.