جرمني به افغانستان ته ۵۰۰ نور سرتېري واستوي

د جرمنی پارلمان موافقه کړې شاوخوا نور پنځه سوه سرتېري به افغانستان ته واستوي او په دې هېواد کې به خپل پوځي ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړي.

جرمني دا مهال په افغانستان کې څلورنیم زره پوځیان لري، چې زیاتره یي په شمال کې دیره دي.

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې غزولي دي.

د جرمني د پارلمان زیاتره غړي افغانستان ته د نوروعسکرو په استولو سلا شوي خو له نظر پوښتنو څخه داسې بریښي، چې د دې هېواد اکثر خلک په افغانستان کې د جرمني سرتېرو په حضور خوښ نه دي.