د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریس عبدالمجید بابي نن خاورو ته وسپارل شو

د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي، چې پرون د وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شو، نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې خاورو ته وسپارل شو.

په دغو مراسمو كې افغان جګ پوړو دولتي چارواكو، خبريالانو، ليكوالانو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

د افغانستان دولت او د خبريالانو بېلابېلو ټولنو د ښاغلي بابي وژنه غندلې او دا يي يو تروریستي عمل بللې.

نوموړي تېره ورځ په كندهار ښار كې په داسې حال كې د وسلوالو كسانو له خوا ووژل شو، چې د خپل دفتر پر لور روان و.

د بابي د وژنې مسئوليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.